د کندهار ځايي مسوولان وايي، سپینبولدک او ریګستان ولسوالیو کې یې د شاوخوا ۸۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې.
د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، قاچاقکوونکو غوښتل ۴۰۰ پسونه له سپینبولدک او ۳۹۰ نور له ریګستان ولسوالي په غیرقانوني توګه پاکستان ته قاچاق کړي چې مسوولانو یې مخه نیولې.
نوموړی زیاتوي چې د دغو پسونو د قاچاق په تور شمېر کسان هم نیول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار مسوولانو په وینا، د لوی اختر په رانږدې کېدو سره، د څارویو د قاچاق مخنیوي په موخه یې د کرنې ریاست او امنیه قومنداني له لوري ګرځنده کمپاینونه پيل کړي دي.
د دغو هڅو په لړ کې، یوازې په تېر یوه میاشت کې د زرګونو څارویو د قاچاق مخه نیول شوې او هېڅ چاته اجازه نهده ورکړل شوې چې څاروي په قاچاقي ډول له هېواده وباسي.