د کندهار مسوولان وايي، سپینبولدک ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه پاکستان ته د قاچاق کېدونکو ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، یوشمېر کسانو غوښتل دغه پسونه په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته ولېږدوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل چې په دې تړاو یوشمېر کسان هم کسان هم نیول شوي چې د څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار محلي مسوولان ټینګار کوي چې د قاچاقي لارو د بندېدو، د څارویو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي او د حیواني محصولاتو د کیفیت کنټرول لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي.
د یادونې ده چې د کندهار مسوولانو تر دې وړاندې هم څو ځله پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.