د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت له رېګستان ولسوالي څخه پاکستان ته په غیرقانوني توګه د ۲۱۰ پسونو د لېږد مخه نیول شوې ده.
دغه څاروي د کرنې او مالدارۍ ریاست او امنیه قومنداني امنیتي ځواکونو په همکاري نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي چې د یادو څارویو د قاچاق په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شويو کسانو هڅه کوله چې پسونه له رېګستان څخه پاکستان ته ولېږدوي، خو مخه یې، نیول شوې.
د کرنې ریاست مسوولان وایي چې تر بل هر وخت د څارویو بېکیفیته غوښه، درمل، واکسین او حیواني خوراکي توکو قاچاق ته پاملرنه زیاته شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د رېګستان ولسوالي په اړوند سیمو کې د ۱۷ غوایانو د قاچاق مخه نیول شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د کندهار محلي مسوولان ټینګار کوي چې د قاچاقي لارو د بندېدو، د څارویو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي او د حیواني محصولاتو د کیفیت کنټرول لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي.