د هلمند ځايي مسوولان وايي، بهرامچې ولسوالي کې د زرګونه لېټره تېلو او زرګونه کیلو میسو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند حافظ عبدالباري راشد هلمندي سلاموطندار ته وویل، د ۲۱۵ عزم قول اردو د اووم نمبر سرحدي محمدي لوا د څلورم خالد ابن وليد کنډک منسوبینو د بهرامچې ولسوالي په مربوطاتو کې ۸ عرادې سيپا موټر چې ۲۰۵۸۰ ليټره تيل يې هيواد ته را لېږدول او دوه عراې سيپا موټر چې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه مس يې ګاونډي هيواد ته په ناقانونه توګه لېږدول، نيول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په خبره، په دې تړاو یې ۱۰ کسان هم نیولي چې د څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د سرحدي ځواکونو له لوري د بېلا بېلو خوراکي او غيرخوراکي توکو د قاچاق مخه نيول شوې ده.