Asset 1SWN

سلام وطندار

له سپین‌بولدک څخه پاکستان ته د ۱۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

صیسصی

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې چارواکو د یوه ګډ کمپاین په ترڅ کې هغه هڅه شنډه کړه چې قاچاق‌وړونکي غوښتل شاوخوا ۱۵۰۰ پسونه له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کړي.

چارواکي وايي، یوشمېر کسانو غوښتل یاد پسونه له فرضي کرښې څخه هاخوا، پاکستان ته قاچاق کړي، خو د دوی هڅه د ځایي ادارو له‌خوا پر وخت شنډې شوې.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي: «یوشمېر کسانو هڅه وکړه چې پسونه د سپین بولدک له فرضي کرښې غیر قانوني واړوي، خو د کرنې او امنیتي مسؤلینو په چټک اقدام سره د دوی پلان شنډ شو. یو شمېر قاچاقبر هم نیول شوي چې دا مهال د نورو څېړنو لپاره اړونده ادارو ته سپارل شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سپین‌بولدک له لارې پاکستان ته د څارویو قاچاق یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې نه یوازې د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي، د قانون حاکمیت هم ننګولی شي.

چارواکي وايي چې قاچاق‌وړونکي له بازار څخه پسونه په لوړ نرخ راټولوي او بیا یې بهر ته لېږدوي چې دا چاره د داخلي بازارونو ثبات ته هم ګواښ پېښوي.

د دوی په وینا، یوازې تیره اوونۍ د ورته هڅو په پایله کې د ۲۴۰۰ نورو پسونو قاچاق مخه هم نیول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام