Asset 1SWN

سلام وطندار

ځیرک ملګری؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د یوې مېرمنې د بلدتیا کیسه!

AI-rkjaettw76wpww4qo0g1dfaycepl2tzisjfn7782vc

زه صدف یارمل یم، د ژورنالیزم پوهنځي زده‌کړیاله یم او اوس له یوې رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کوم. مصنوعي ځیرکتیا سره زما اشنایي په تدریجي ډول د ټولنیزو شبکو له لارې رامنځته شوه.

اوس دا ټکنالوژي زما په شخصي او مسلکي ژوند کې یوه نه جلا‌کیدونکې برخه ګرځېدلې ده. کله کله د مسلکي اړتیاوو او ځینې وخت د شخصي اړتیاوو لپاره، د مصنوعي ځیرکتیا لارښوونې د نن ورځې انساني ژوند کې یوه اړتیا جوړه کړې ده. زما د دې ټکنالوژۍ تجربه هم د انسان د اوسني ژوند په واقعیتونو ولاړه ده، په ځانګړي ډول د رسنیو فعالیتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول یوه بېړنۍ اړتیا ګرځېدلې ده.

کله چې د خبرونو او رسنیزو راپورونو په چټکۍ او دقت کې شرط مهم وي، نو نوې ټکنالوژۍ کولی شي د ژورنالستانو لاسنیوی وکړي. دا وسایل د ځیرک لاسیار په توګه مرسته کوي چې رسنیز فعالیتونه په منظم ډول او د زیات سرعت سره ترسره شي.

د دې ټکنالوژۍ په پیل کې، ما هڅه کوله چې د کارکولو طریقې او هغه اسانتیاوې چې مصنوعي ځیرکتیا کارونکو ته برابروي، معلومات راټول کړم؛ په تدریجي ډول اشنایي رامنځته شوه چې اوس دا د مسلکي ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. د اشنایي د زیاتیدو او د دې ټکنالوژۍ د کار پیل سره، زه د محتوا تولید او کله ناکله د رسنیزو تولیداتو ارزونې لپاره یې کاروم.

البته دا ټکی باید هېر نه‌شي چې دا ټکنالوژي باید د ځیرک لاسیار په توګه عمل وکړي، نه دا چې ټول کارونه پرې وسپارل شي. د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو د طریقو د زیاتیدو سره، زه د دې ټکنالوژۍ له مختلفو وسایلو ګټه اخلم. چټ‌بوټونه د دې ټکنالوژۍ یوه مهمه برخه ده چې زه یې په دوامداره توګه کاروم.

زما اصلي هدف او هڅونه د مصنوعي ځیرکتیا سره د اشنایي او کار، د رسنیز فعالیت د کیفیت او سرعت لوړول دي. د اړیکو او ټولنیزو پلتفورمونو د زیاتیدو په عصر کې، د مصنوعي ځیرکتیا وسایل د نوې ټکنالوژۍ پرمختللې بڼه ده. له همدې امله، د دې سمه اشنایي او ګټور کارول کولی شي، د رسنیز کار او محتوا تولید کیفیت لوړ کړي. رسنیز کار د سرعت او دقت غوښتنه کوي او په دې برخه کې مصنوعي ځیرکتیا د ژورنالستانو لپاره مرسته کوونکې ده. له خبر تولید څخه نیولې تر متنونو بیاکتنې پورې، نوې ټکنالوژۍ د ژورنالستانو او کاروونکو خدمت ته موجوده ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


البته، مصنوعي ځیرکتیا د هغو اسانتیاوو او امتیازونو ترڅنګ چې کاروونکو ته یې برابروي، ځینې ننګونې او اندیښنې هم رامنځته کولای شي. که دا ټکنالوژي سمه ونه کارول شي، نو ممکن د شخصي معلوماتو لیک یا ناسم معلومات خپرولو لامل شي. ان کله کله لیدل کیږي چې ځینې کاروونکي د مصنوعي ځیرکتیا وسایل ناسم کاروي او د افرادو شخصیت تخریب لپاره یې کاروي.

د افرادو انځورونه ترلاسه کوي او متنونه لیکي چې ادعاوې مطرح کړي چې واقعیت نه‌لري. له همدې امله، د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو کې باید مهم ټکي په پام کې ونیول شي، لکه منظم کارول، انتقادي لیدلوری، او د ځیرک لاسیار په توګه کارول. ټولې موضوعات او پرېکړې باید دې ټکنالوژۍ ته ونه سپارل شي.

د دې ټکنالوژۍ سره د کار ترڅنګ، باید خپل انتقادي لید وساتو. مهمه ده چې انتقادي فکر هیر نه‌کړو او د خپلو مهارتونو د لوړولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه واخلو. انتقادي فکر نشتوالی او د دې ټکنالوژۍ ناسم کارول د ځوانو کاروونکو تکیه زیاتوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام