Asset 1SWN

پکتيا کې ۲۴۰ بې‌وزله کورنيو ته کوچني کاروبارونه برابر شول

20250527_105217

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن سه‌شنبه، غبرګولي شپږمه دغه ولایت کې پر۲۴۰ بې‌وزله او بې‌سرپرسته کورنيو باندې د کوچني کاروبارونو لپاره توکي وېشل شوي دي.

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته وويل چې يادشمېر کورنيو ته يې په پنځو برخو خياطي، ګلدزي، کوچني دوکانونه، کاروباري کراچۍ او هګي ورکوونکو چرګو فارمونو جوړول شامل دي.

هغه وويل يادو کورنيو ته د مرکز ګردېز په ګډون په سيدکرم، احمدابا، احمدخېل، وزي ځدراڼ او زرمت ولسواليو کې ياد کوچني کاروبارونه برابر شوي دي.

نوموړی دغه‌راز زياتوي چې په دې کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي چې ځانګړې کمېټې له لوري په نښه شوې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ياد کوچني کاروبارونه د EPDO   موسسې پر شاوخوا ۲،۸ ميليونه افغانۍ په مالي مرسته برابر شول.

په يادو مراسمو کې د پکتيا اقتصاد رییس مولوي انورراشد بيا وويل چې ډېری موسسو ورسره ژمنې کړې چې پکتيا کې به روان کال هر اړخيزې پروژې پلې کړي.

هغه زياته کړې چې دې کوچنيو کاروبارونو سره به د کورنيو اقتصادي ستونزې راکمې او په راتلونکي کې به يو کاروبار فکر ورسره پيدا شي.

په ورته وخت يوشمېر هغو کسانو چې کوچني کاروبارونه ورته برابر شوي هم خوښي څرګندوي.

عمرخوړلی محمد‌الله چې خپلې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، سلام‌وطندار ته وويل چې د کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره کار نشي کولی. هغه وويل چې اوس يې، کور کې مېرمنې ته د خياطي کاروبار برابر شوی او په وینا یې، په دې سره به کورنۍ ته نفقه برابروي.

نوموړي له اړوند ادارو او مرستندويه موسسو غوښتنه وکړه چې ورته نورو بې‌وزلو کورنيو ته دې هم د کاروبار دا ډول زمينه برابره کړي او روزګاره ځوانانو ته دې کسب زده‌کړې پروګرامونه پيل کړي چې په ټولنه کې ورسره بې‌وزلي کمه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام