Asset 1SWN

شپږیزه کرېکټ لیګ؛ بُست لوبډلې میس‌عینک ته ماته ورکړه

456308165_1090363953090088_5978505339003022581_n

د شپږیزې کرېکټ لیګ په روان نهم پړاو کې نن په لومړۍ لوبه کې بُست ساتونکې لوبډلې مېس‌عینک اتلانو ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه سیالي نن چهارشنبه، زمري ۳۱مه د کابل کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه لوبه کې لومړی بُست ساتونکي لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د شپږو لوبغاړو په سوځېدو، ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

دا په سږني روان لیګ کې د یوې لوبډلې له‌خوا تر ټولو ډېرې منډې وې چې جوړې یې کړې.

د بُست ساتونکي لپاره دروېش رسولي ښکلې توپ‌وهنه وکړه او ناسوځېدلې ۷۶ منډې یې جوړې کړې. له دروېش سره اعجاز احمدزي هم ښه توپ‌وهنه وکړه او ۴۵ منډې یې وکړې.

د مېس‌عینک اتلانو لپاره بیا خلیل ګربز درې وېکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې د مېس‌عینک لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۲۰ منډې وکړې او دغه لوبه یې، د ۸۴ منډو په توپیر وبایلله.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه لوبه کې امو نهنګان لوبډله له بندامیرښارامانو سره پر لوبه بوخته ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام