د غور ځايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ساغر، تولک او دولتیار ولسوالیو کې د څښاک اوبو رسولو د شپږو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د غور د کلیو او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثيزاده نن (یکشنبه، سنبله ۹) وویل، د دغو پروژو په جوړولو څه باندې ۴۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، یادې شبکې د تولک ولسوالي «ګزک او سنګ خُلق»، د ساغر ولسوالي « ژرف، سرآسیاب او مناک علیا» او د دولتیار ولسوالي «مایل وردګ» سیمو کې تطبیق کیږي.
د دغو شبکو په جوړېدو سره ۱۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کوي او د جوړولو پرمهال به یې د سیمې لسګونو کسانو ته د کار فرصتونه برابر شي.
د یادو سیمو اوسېدونکي د څښاک اوبو د دغو شبکو له جوړېدو هرکلی کوي.