د ازبکستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د یاد هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف «چهارشنبه، ډسمبر ۲۷مه» د لمریزې برښنا پنځو او د بادي برښنا تولید یوې دستګاه د فعالېدو په اړه جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی.
د لمریزې او بادي برښنا تولید دغه دستګاوې د یاد هېواد «جیززخ، سمرقند، سرخاندریا، بخارا او قشقهدریا» سیمو کې جوړې شوي او د بادي برښنا تولید لومړۍ دستګاه د نوايي ولایت «تامدي» ولسوالي کې په فعالیت پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د یادو دستګاو د تولید کچه ۲۴۰۰ مېګاواټه برښنا ته رسېږي.
د ازبکستان ولسمشر په دې اړه جوړ شویو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: «هغه ستر کارونه چې نن یې په عملي توګه کوو، په حقیقت کې د انرژي صنعت کې د سمون راتلونکي ګامونه دي. موږ په هدفمنده توګه دې ګامونو ته دوام ورکوو او د رقابي بازار میکانیزم پر لور به په تدریجي توګه حرکت وکړو.»
د معلوماتو له مخې، دا مهال ازبکستان کې د لمریزې او بادي برښنا ۲۲ دستګاوې فعالې دي چې نهه ګېګاواټه برښنا تولیدوي. شوکت میرضیایف وویل: «په تدریجي توګه به بهرنیو شرکتونو سره تولید برخه کې خپلې همکاري پراخې کړو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال ټاکل شوې چې تر ۲۰۳۰ کاله به د زرغونې انرژۍ له سرچینو د برښنا تولید کچه ۲۷ ګېګاواټه ته لوړه شي چې پر مټ به یې ۲۵ میلیارډ مترمکعب طبیعي ګاز او ۳۴ میلیونه ټُنه د مضره انتشاراتو کمښت او مخه به یې ونیول شي.