د میدانوردګ چارواکي وایي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو ټرافیکي پېښو له امله شپږ کسان ټپیان شوې دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، لومړۍ پېښه تېره شپه ناوخته د سیداباد ولسوالي اړوند په «هفت اسیا» سیمه کې د یوې کرولا او د کمپک موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دویمه پېښه د همدې ولسوالي په «سالار» سیمه کې د یوه خاور ډوله موټر او موټرسایکل ترمنځ شوې چې په دواړو پېښو کې ۶ کسان ټپیان شوې دي.
هغه همداراز وویل، ټپيان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په همکاري روغتيايي مرکزونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
امنیه قومنداني ویاند د پېښې لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بېاحتیاطي په ګوته کړه.
a