د هلمند محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې پرمهال شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوې دي.
پېښه بېګاه شپه د سنګین ولسوالي اړوند سیمه کې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د واده د ورا موټر اوبه ته ولوېد.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال شېرمحمد وحدت سلاموطندار ته وايي چې پېښه کې ښځې او ماشومان هم مړه شوي دي.
هغه وویل: «پېښه تېره شپه د سنګین ولسوالي اړوند ساروانکلا ته څېرمه «جوغلونډک» سیمه کې رامنځته شوې. په پېښه کې ښځې او ماشومان شامل دي، خو دوه تنه پهکې د امنیتي مسوولانو لهخوا ژوندي ژغورل شوي دي.»
وحدت زیاتوي چې په یاده سیمه کې د واده موټر د هلمند سیند ته لوېدلی چې پهکې ناست کسان مړه او دوه نور ژغورل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ورته پېښو پرمهال ځینې کسان مړه او ټپیان شوې دي.