د میدانوردګ په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو ولایتونو ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت والي ویاند وحیدالله سروري سلاموطندار ته وویل چې یادې لوبې د ځوانانو یووالي په موخه یوه اوونۍ وړاندې د میدانوردګ بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ جوړې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، په دې سیالیو کې د کابل، کاپیسا، لوګر، ننګرهار، کونړ او میدانوردګ ولایتونو ۲۴ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.
هغه وویل چې د یادو سیالیو پایلوبې ته د میدانوردګ دوو لوبډلو (ځواک میدان ښار ) او میدان اتلان لوبډلو لار پیدا کړه چې میدان اتلانو لوبډلې ۰-۳ سیالي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د هغه په وینا، دغه سیالیو موخه د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ یوووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو چې ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته شل شل زره افغانۍ نغدي جایزو ترڅنګ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نوري جایزې هم ورکړل شوې.