Asset 1SWN

سلام وطندار

چین کې شپږ کان‌کیدونکي وژل شوي

6000

د چین په ختیځ شاندونګ ولایت کې د سرو زرو په یوه کان کې د خونړۍ پېښې له امله لږترلږه اووه کسان وژل شوي دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د کان دننه د کان‌کیدونکو د لېږد کاډۍ هغې ژورې څاه ته ولوېده چې کارکوونکي پر کار بوخت وو.

د چین دولتي رسنۍ CCTV د دوشنبې په شپه په خپل راپور کې وویل چې د پېښې پرمهال کارکوونکي د کان په ژورو برخو کې بوخت وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چینايي چارواکو په وینا، د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره رسمي څېړنې پیل شوي او د خوندیتوب د اصولو د سرغړونې احتمال هم تر ارزونې لاندې دی.

ځایي بیړنیو ډلو د ژغورنې عملیات پیل کړي و چې د سختو شرایطو له امله د ټولو کارکوونکو ژغورل ممکن نه‌شول.

CCTV  راپور ورکړی چې مرکزي حکومت اړوندو ادارو ته امر کړی، څو د کانونو د خوندیتوب قوانین لا سخت پلي کړي. د دې پېښې له خپرېدو وروسته، د کان د مالک شرکت «ژاوجین ماینینګ انډسټري» ونډې د سې‌شنبې پر ورځ نږدې شپږ سلنه راټیټې شوې چې دا د بازار د اندېښنو څرګندونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام