Asset 1SWN

لوګر کې په شپږ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبو رسولو شبکه جوړېږي

3a7aeb0d-9aa0-4ae4-9440-28ff265c45ba

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د معلوماتو له مخې یوه بله شبکه بیا د مرکز پل علم په بېدک سیمه کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رییس مولوي محمدقاسم راشد جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د اوبو رسولو دا شبکه د بره‌کی برک ولسوالی په «توپک» کلي کې د راتلوونکو شپږو میاشتو  په موده کې جوړیږي چې له پرانېستې سره به یې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.

راشد زیاته کړه، «په یاده پروژو کې د ۱۵۰ متره ژورې څاه کېندل، ۱۵ تختې سولر نصبول، ۳۰ متره مکعبه د اوبو یوې ذخیرې جوړول، هستوګنې کورنو ته ۵۱۰۰ متره پایپ غځول او ۸۷ د اوبو نلکیو نصوبول شامل دي.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د مرکز پل علم ښار اړوند په «بېدک» کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه پرانېستل شوه چې شاوخوا دوه سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره ورځ هم د یونیسکو نړیوال سازمان له لوري د سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۹ کاریزونو د بیارغاونې چارې پيل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام