Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

AFP__20260318__A3PH8RC__v1__HighRes__LebanonIranUsIsraelWar-1773815777

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په دې هېواد د اسراییلو د تازه هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

وزارت زیاته کړې چې دغه کسان نن چهارشنبه، (کب ۲۷مه / مارچ ۱۸مه) د بیروت په ښار کې د اسراییلو د پوځ د دوو هوايي بریدونو په پایله کې ټپیان شوي او وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په بیروت کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال درې هستوګنیزې ودانۍ هدف ګرځول شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ جګړې د مارچ دویمې راهیسې پراخې شوي او د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې په لبنان کې ۷۷۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي او له ۱،۹۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

دغه تازه بریدونه د لبنان په پلازمېنه او نورو سیمو کې د امنیت وضعیت نور هم پېچلی کړی او نړیوالې ټولنې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام