Asset 1SWN

سلام وطندار

سراج‌الدین حقاني: جهاد مو د زورواکۍ نه، د وطن ازادولو لپاره کړی

IMG_7271

د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني پکتیا ته د سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي چې څوک حق نه‌لري، د جهاد په نوم نور هېوادوال وځوروي.

نوموړي پرون «پنجششنبه، جون ۲۰مه» مرکز ګردېز کې له قومي مشرانو سره په يوه ولسي غونډه کې همداراز وويل چې د وطن ابادي لپاره یووالی باید وساتل شي او په وینا یې، د ولس یووالی به د وطن د پرمختګ لامل شي.

د نوموړي په وینا، جهاد د هېواد ازادۍ او فساد  له‌منځه وړو لپاره شوی او په وینا یې، څوک باید د جهاد له نوم څخه په استفادې نورو ته سرخوږی جوړ نه‌کړي.

هغه وویل: «که موږ ځان په شريعت برابر کړو، شريعت وپيژنو او جهاد مو د خدای ج لپاره کړی، نو که څوک داسې کمزوری عمل کوي چې د جهاد له نوم څخه داسې استفاده کوي چې زه مجاهد يم او بل غیرمجاهد دی، نو و سړيه دا جهاد خو مو دې لپاره ندی کړی چې زه به دلته يو زوراکی او واکمن جوړيږم، بلکې جهاد مو دې لپاره کړی چې خپله خاوره د کفر او فساد څخه ازاد کړو.»

هغه ټينګار وکړ چې اوسنی نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او خلک له نظام سره په هر څه کې شريک دي. په غونډه کې بيا يوشمېر قومي مشرانو د پکتيا د خلکو ستونزې او غوښتنې هم شريکې کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


يوه قومي مشر جمعه خان وويل چې پکتيا ته په تېرو کلونو کې د بيارغونې په برخه کې هېڅ کار نه‌دی شوی. هغه غوښتنه وکړه چې پکتيا د ولسواليو سړکونو جوړولو اوبو مهار لپاره دې د مچلغو بند چارې پيل شي، د کرنې برخه کې د زيربنايي پروژو عملي کول او خلکو ته کاري زمينې دې برابرې شي.

په ورته مهال یوه بل قومي مشر محمدشريف هم بيا په غونډه کې وويل چې پکتيا اوسېدونکي روغتيا او پوهنې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل چې حوزوي روغتون چې دا مهال ورته د څلورو ولايتونو ناروغان مراجعه کوي د ښه تجهيز لپاره دې حکومت ګامونه پورته کړي او هم زياتره ښوونځي وداني نلري چې د سرپناه ستونزې حل برخه کې دې حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي.
کورنيو چارو سرپرست پکتيا خلکو ته ژمنه ورکړه چې رغنيزو پروژو پلي کېدو برخه کې شته ستونزې به يې د حکومت له مشرتابه سره شريکې کړي او د يادو رغنيزو پروژو د تطبيق لپاره به نهايي هڅه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام