Asset 1SWN

سراج‌الدین حقاني: وضعیت په اسبابو نه‌، په تعامل کنټرولیږي

سراج‌الدین حقاني (1)

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د کابل امنیه قومندانۍ، ولسوالانو او مسوولانو ته په جوړه شوې اصلاحي او توصیه‌وي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

هغه د امنیتي ځواکونو په همغږۍ ټينګار وکړ او وې ویل، وضعیت په اسبابو نه، بلکې په تعامل کولو کنټرولیږي.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر د امنیت د ټینګښت برخه کې د مسوولانو هڅې ستایلي.

هغه زیاته کړه چې د خلکو، امارتي ادارو او ډیپلوماټیکو استازولیو د امنیت خونديتوب لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنیو چارو وزیر د نظام له لاسته راوړنو او قوانینو څخه د خلکو خبرول او د بشپړ تطبيق په موخه د ولس همکاري او د خوندي چاپېریال رامنځته کول مهم بولي.

د کورنیو چارو وزارت لوري اصلاحي غونډه تېره ورځ چهارشنبه د کورنیو چارو وزیر ترڅنګ، د دغه وزارت مسوولانو، د کابل والي، امنیه قومندان، نورو لوړپوړو چارواکو، د کابل اړونده ولسوالان او د حوزو امرینو ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام