د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني کابل کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي.
د کورنیو چارو وزارت نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې یاده ناسته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سراجالدین حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي، د اسلامي امارت له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.
د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لاپیاوړتیا ژمنه وکړه.
همدا ډول یې هوکړه کړې چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه کابل کې ترسره شي.