د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني تېره ورځ د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره کابل کې د مخې ښې ناسته کړې.
ښاغلي حقاني دغه لیدنه کې د کرومایا ماموریت پر مهال د هغه ډیپلوماټیک خدمت او د دواړو هېوادونو تر منځ د تعامل په لا ښه کولو کې د نوموړي د هڅو ستاینه کړې.
هغه وویل، د جاپان او افغانستان اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او تل د دواړو هېوادونو ترمنځ روغ تعامل حاکم پاتې شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي تاکویوشي په امنیت او نورو برخو کې پرمختګونه هیله بښونکي بللي او د افغانانو لپاره یې د لا ښې راتلونکې هیله کړې.
نوموړي وویل، جاپان به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بدیل معیشت، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې او د روږدو د درملنې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.