د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د پولیسو ځانګړو ځواکونو روزنیز سمینار په پای غونډه کې ویلي، د ځانګړو ځواکونو په وړتیا او لاستهراوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (چهارشنبه، قوس ۱۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې سراجالدین حقاني د پولیسو د ځانګړو ځواکونو مرکزي قومندانۍ کې د یادو قطعاتو ولایتي او مرکزي مسوولانو لپاره د خاصو عملياتو، اپراتيفي مهارتونو او ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوي سمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي حقاني یاده غونډه کې د هېواد په کچه د خوندي او ډاډمن امنیت په برخه کې د ځانګړو ځواکونو هڅې ستایلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه ښاغلي حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.
د پولیسو د ځانګړو قطعاتو لوی قومندان پاسوال امین جان فتح الله هم د یاد سیمینار په پای غونډه کې ټینګار کړی چې د مشرانو پاملرنه او د کشرانو اطاعت د دې لامل شوی چې یاد ځواکونه په امنیتي برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.