Asset 1SWN

سلام وطندار

سراج‌الدین حقاني: افغانان باید په خپلو سرونو د نظام ساتنه وکړي

سراج‌الدین حقاني 2

د کورنیو چارو وزیر سراج‌‌الدین حقاني وايي چې افغانان باید په خپلو سرونو د ازادۍ او نظام ساتنې ته ژمن پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه، د زمري ۲۴ واک ته د اسلامي امارت د رسېدو د څلورمې کلیزې نمانځغونډې مراسمو کې د وینا پرمهال کړې دي.

نوموړي په دې ناسته کې وویل چې دا ورځ د زرګونو شهیدانو د وینو پایله او د اسلامي نظام د واکمنېدو ورځ ده.

هغه زیاته کړه چې ازادي د الله ستر نعمت دی او یوازې هغه کسان یې په قدر پوهېږي چې د هغې د ترلاسه کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې او ستړیاوې یې ګاللې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني زیاته کړه چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او دغه وضعیت دښمنان نه‌شي زغملی. حقاني همداراز زیاته کړه چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غواړي.

د نوموړي په وینا، هغه کورنۍ او بهرنۍ کړۍ چې د هېواد امنیت خرابول، غواړي، باید پوه شي چې «موږ په عملي ډګر کې دا امتحان ورکړی.»

په ورته مهال حقاني ټينګار وکړ چې هېواد کې امنیت ټينګ شوی او هغه افغانان چې بهر کې مېشت دي، کولای شي چې هېواد کې له ستونزو پرته ژوند وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام