Asset 1SWN

سلام وطندار

سراج‌الدین حقاني: افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی

سراج‌الدین حقاني

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره لیدنه کې ویلي، افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې سراج‌الدین حقاني دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ستایلي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمه‌ییزې همکارۍ تمه لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم دغه لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه ‌اړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د اورګاډي پټلۍ په څېر د مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړی.

هغه همدارنګه د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېل‌پټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام