د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني وايي، افغانان له ۵۰ کلنې جګړې او ستونزو راوتلي او اوس په امن کې ژوند کوي.
هغه تېره ورځ سهشنبه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ «مرغې» سيمه کې د یوه جهادي قومندان د جنازې مراسمو پرمهال وويل، پاکستان کې هم د امن غوښتونکی دی او نهغواړي له افغان خاورې ياد هېواد یا د هغوی له خاورې افغانستان ته ستونزه او ناامني پېښه شي.
حقاني وويل، افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او ټينګار يې وکړ چې له تېرې شل کلنې جګړې په ميراث پاتې ستونزې بايد د مرکو له لارې حل شي.
هغه زياته کړه چې اراده يې د خير ده او د هېواد د هوساينې او پرمختګ لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.