سلاموطندار د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې له ۳۰ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د رشتې خلاف دنده او کاري چاېېریال کې د پرمختګ نشتوالی لامل شوی چې یاد ځوانان له ژورخپګان سره مخ شي.
مرکه شویو ځوانانو له ډلې یې، ۱۵ هلکان او ۱۵ نجونې او د طبابت، رسنیو، ښوونځیو، خصوصي بنسټونو، خیاطي کارخونو، پوهنتون او کتابتونونو کې پر کار بوخت دي.
له دې ډلې ۱۷ ځوانان وايي چې څو کاله کېږي چې خپله دنده کې یې، ارتقا نهده کړې او ۱۳ نور بیا وايي چې د رشتې خلاف کار کوي؛ هغه دوه عوامل چې د کار پرمهال د بېانګیزې، د مسلکي چارو مخته وړو کې ناخوښي، د ځوانانو د شغلي خپګان لامل شوی دی.
د راپور له مخې، کاري خپګان (Occupational Depression) د نوښت اختلال یوه بڼه ده چې د کار چاپېریال له عواملو رامنځته کېږي. دا د دوامداره بېانګېزې، بېارزښتي احساس، د تمرکز کمښت، مزمن ستړیا او د مسلکي فعالیت کمښت سره تړلې ده.
د راپور موندنې ښيي چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، تعلیمي برنامو او مسلکي زدهکړې د فرصتونو نشتوالی د کاري خپګان په رامنځتهکېدو کې مهم رول لري. دې ته دوه نور اصلي عوامل هم وراضافه شوي چې ځوانان یې اغېزمنوي.
ځوانانو له بدخشان، بغلان، پنجشېر، پروان او کابل ولایتونو په دې راپور کې برخه اخیستې ده.
احمد حفیظي چې په یوه ښوونځي کې کار کوي، وایي، په کاري چاپېریال کې له خپګان سره مخ شوی دی. نوموړی وايي چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د زدهکړې فرصتونو نشتوالي له امله یې د کار موخه ورو ورو کمه شوې ده.
هغه زیاتوي: «په کار کې مې وروسته له شپږو میاشتو د زیاتې ستړیا احساس وکړ. له هغو عواملو چې زما کاري خپګان یې رامنځته کړې، د کارکوونکو لپاره د پرمختیا او ودې فرصتونو نشتوالی او د کارکوونکو ترمنځ توپیرونه دي.»
سوریا یوسفي، چې په یوه مرستندویه موسسه کې کار کوي، وایي: «د کار له پیل راهیسې څو ځله مې د خپګان احساس کړی دی. بېلابېل عوامل لکه د کار زیات فشار، اوږده کاري ساعته او د کارکوونکو ترمنځ تبعیض زما د کاري خپګان سبب شوي دي. د دې د کمولو لپاره باید ظرفیت لوړونې او تعلیمي پروګرامونه جوړ شي او کارکوونکو ته د پرمختګ او ودې فرصتونه ورکړل شي.»
دغه ځوانان همدارنګه د اوږدې مودې لپاره په یوه ثابت چاپېریال کې د یو ډول کار کول او تکراري دندې د کاري خپګان د نورو مهمو عواملو په توګه یادوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مریم محمدي چې د ماشومانو لپاره په یوه موسسه کې د کتابونو په برخه کې کار کوي، وایي چې شپږ کاله کېږي په یوه ثابت چاپېریال کې پرته له دې چې د دندې یا مسلکي پرمختګ فرصت بدل شي کار کوي او دا یې د کاري افسردګۍ سبب شوی دی.
مریم وایي: «په سازمان کې مې شپږ کاله دوامداره کار کړی دی. کله چې یو کار په پرلهپسې ډول کېږي، اوږدمهاله کېږي او په یوه ځای کې او د یو ځانګړي قشر سره ترسره کېږي، انسان د ستړیا او افسردګۍ احساس کوي.»
د راپور له مخې، ځینې ځوانان او مدیران د کاري خپګان (Occupational Depression) اصلي عوامل د دندو تکرار، اوږد مهاله کار په یوه ثابت چاپېریال کې او د خپلې تحصیلي برخې خلاف کار کول بولي.
عبدالله محمدي چې د یوه ښوونځي مدیر دی، وایي: «کله چې څو کاله له کار تېر شي او کار تکراري شي، انسان د ستړیا احساس کوي. د کاري افسردګۍ عوامل د کار زیات فشار، د یوې دندې تکرار او اوږده کاري ساعته دي.»
ځینې ځوانان هم د خپلې زدهکړې برخې خلاف کار کول د کاري خپګان لامل بولي. کوثر اميري چې له اقتصاد فارغه شوې، خو د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ښوونکې ده، وایي: «شاوخوا درې کاله کېږي چې ښوونکې یم او د خپلې برخې خلاف کار کوم. دا چې زه په مدیریت کې زدهکړې لرم، خو ښوونکې یم، زما روحیه ستړې او خپه شوې ده.»
احمد، چې په حقوقو کې لوړې زدهکړې لري، خو د خپل تخصص خلاف کار کوي. هغه زیاتوي: «ما سیاسي علومو کې زدهکړې کړي، خو په تلویزیون کې کار کوم. اوږده کاري ساعته، د کار چاپېریال کې ملاتړ نه لرم او کاري فشار کولی شي کاري خپګان رامنځته کړي او دا د ټولو چلندونو په ښکاره کېدای شي.»
د راپور له مخې، اقتصادي او اداري کارپوهان وایي چې د کاري خپګان ته نه پام جدي پایلې لري او پر رواني روغتیا او د کار پر تولیدي ځواک منفي اغېز کوي. دوی ټینګار کوي چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، مسلکي مشوره او رواني ملاتړ د دې ستونزې د کمولو لپاره اغېزمنې لارې دي.
اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رشتیا وایي: «مالي او معنوي هڅونې، د ظرفیت لوړول او مسلکي او حرفوي زدهکړې د کاري خپګان د کمولو مهمې لارې دي. کله چې د نوې ټکنالوژۍ سره اشنا شو او نوي مهارتونه زدهکړو، دا په څرګند ډول د کاري خپګان په کمېدو کې مرسته کوي.»
د پوهنتون استاد او د ادارې او مدیریت کارپوه، سردارمحمد ساعي وایي، که د ځوانانو ترمنځ د کاري خپګان ستونزه مهار نهشي، کولی شي چې د ټولنیز بحران سبب شي او د هېواد راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
ساعي زیاتوي: «کاري خپګان د رواني ناخوښیو یوه بڼه ده چې شخص یې د خپلې دندې په اړه تجربه کوي او دا د عاطفي، رواني، پېژندني، چلند او بدني اړخونو په ګډون څرګندیږي. د دې ستونزې د حل لپاره د وخت سم مدیریت، د نوو مهارتونو زدهکړه او پرلهپسې خبرې کول مهم دي. همدارنګه، په کاري چاپېریال کې د کار فشار کمول، معاش په وخت ورکول او د کارکوونکو درناوی د کاري افسردګۍ د کمولو لپاره ګټورې لارې دي.»
په ورته وخت کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د کاري خپګان د کمولو او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره بېلابېل د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهيمي، وایي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت هدف د کار فرصتونو برابرول، د بېکارۍ کمول او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي کول دي. دغه پروګرامونه په ټولو امارتي او غیرامارتي ادارو کې او په ټولو ولایتونو کې روان دي.»
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم راواخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نهشو.
کاري خپګان په افغانستان کې د ځوانانو لپاره یوه جدي ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې ده. دا ستونزه د وزګارتیا، د کاري امنیت نشتوالی، د ودې فرصتونو کموالی، اقتصادي فشارونو او د زدهکړې او د کار بازار ترمنځ نابرابرۍ له امله رامنځته شوې ده.