کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او کورنیو او نړیوالو موسسو ترمنځ د ۳ میلیون ډالرو په ارزښت ۴ هوکړهلیکونه او له بېلابېلو دولتي ادارو سره د همکارۍ څلور نور تفاهملیکونه لاسلیک شول.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولانو د سېشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل، دغه هوکړهلیکونه د دې ادارې او کورنیو او نړیوالو مؤسسو ترمنځ د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا په موخه لاسلیک شوي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر غلامحیدر شهامت د بنسټیزو تاسیساتو او تجهیزاتو کمښت، د درسي نصاب او د کار بازار د اړتیاوو ترمنځ واټن او د مسلکي کادرونو کمښت د دې ادارې له مهمو ننګونو بولي.
هغه وویل: «د زیربناوو او تجهیزاتو کمښت، د سرچینو محدودیت، د نصاب او د کار بازار ترمنځ واټن، په فني زدهکړو کې د نړیوالو بنسټونو نهمشارکت او د مسلکي کادرونو کمښت هغه ستونزې دي چې موږ ورسره مخ یو. موږ کولی شو د رښتینې همکارۍ او مشارکت له لارې دا ننګونې له منځه یوسو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د فني او حرفوي زدهکړو په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولان د فني او حرفوي زدهکړو پر ارزښت ټینګار کوي او وایي، نړیوال بنسټونه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له پروګرامونو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ناروې کمېټې مشرې تاریا واتردال وویل: «دا کنفرانس ځکه اغېزناک دی چې تخنیکي او مسلکي زدهکړې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل ګرځي او اړینه ده چې د درسي نصاب او د کار بازار ترمنځ اغېزمن تړاو رامنځته شي او د ادارو ترمنځ همغږي زیاته شي. موږ هڅه کوو چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې لپاره د مالي مرستو زمینه برابره کړو.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې د مالوماتو له مخې، دامهال د دې ادارې په فني او حرفوي مرکزونو کې ۷۸ زره زدهکوونکي او محصلان په زدهکړو بوخت دي.