د کاناډا بریټش کلمبیا یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ١٠ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، د برید کوونکي په ګډون ٨ کسان د بریټش کلمبیا ټمبلر ریج ښوونځي کې وژل شوي او دوه نور چې ګمان کیږي دغې پېښې سره تړاو لري، یوه کور کې وژل شوي.
ویل شوي چې د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.
تر اوسه د پېښې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.