Asset 1SWN

د شیخ حسینې زوی: مور مې استعفا نه‌ده ورکړې

TOKYO, JAPAN - MAY 30: Bangladesh's Prime Minister Sheikh Hasina Wajed leaves the 25th International Conference on The Future of Asia on May 30, 2019 in Tokyo, Japan. The conference where economic and academic leaders from the Asia-Pacific region discuss on regional issues and the role of Asia in the world is held through May 31.  (Photo by Tomohiro Ohsumi/Getty Images)

د بنګله‌دېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې زوی، وايي چې مور یې، هند ته له تګ وړاندې، استعفا نه‌وه ورکړې.

شیخ حسینه د تېرې اوونې د دوشنبې پر ورځ دغه هېواد کې د دولت ضد لاریونونو او پاڅون په پایله کې هند ته لاړه او ورسره یې، ۱۵کلنه واکمني پای ته ورسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شیخ حسینې زوی سجیب وازد رویټرز ته ویلي: «زما مور هېڅ‌کله په رسمي توګه استعفا نه‌ده ورکړې او وخت یې پیدا نه‌کړ.»

هغه زیاته کړې چې ټاکل شوې چې شیخ حسینه په یوه بیان کې خپله استعفا وړاندې کړي، خو په وینا یې، اعتراض کوونکو د نوموړې دفتر پر لور ورغلي او اړ شوه چې له دفتره ووځي.

هغه ټينګار کړی چې د قانون له مخې، شیخ حسینه لاهم د بنګله‌دېش لومړۍ وزیره ده.

سجیب وازد همداراز ویلي، که څه هم د لومړۍ وزیرې له استعفا پرته، ولسمشر له پوځي مشرانو او اپوزیسیون سره په مشوره پارلمان لغوه او لنډمهاله حکومت اعلان کړی، خو په وینا یې، دا پرېکړه محکمه کې ننګولی شي.

نوموړي وویل چې د حسینې عوامي لیګ به راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او ټاکنې باید د درېوو میاشتو په ترڅ کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وويل: «زه ډاډه يم چې عوامي ليګ به واک ته ورسيږي. که نه، نو موږ به اپوزيسيون يوو.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام