د اسلامي امارت مشر د استخباراتو مسوولانو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا وکړه.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې شیخهبتالله اخندزاده دغه سمینار کې د وینا پرمهال استخبارات د حکومت د ملا تیر بللي دي.
هغه وویل، داچې اسلامي نظام د جهاد او قربانیو په پایله کې راغلی، نو استخبارات مکلفیت لري چې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي چې د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې چې استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په اعلانیه او په پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی وکړي.
شیخهبتالله اخندزاده ویلي چې استخبارات له نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او د خلکو د ذهنونو په جوړلو کې هڅه وکړي.
هغه د استخباراتو مسوولانو ته خلکو سره په ترحم، ولس سره په ښه چلند ، په شبهاتو د خلکو نهنیولو، د بندیانو سره په ظلم نهکولو، په سر او راز پټولو او همدارنګه په شریعت د استقامت کولو توصیې وکړې.