Asset 1SWN

سلام وطندار

شاهد افریدي: افغانانو زموږ احسان هېر کړی

Afridi-Rebukes-Afghan-Youngster-During-LPL-Clash1200_5fc636caa9754

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي وايي چې افغانانو د دوی احسان هېر کړی او پر یاد هېواد یې، برید کړی دی.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پاکستان تل د خپلو افغان وروڼو سره ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې د خپلې ستونزې د خپلو ستونزو په څېر ګڼي، خو په وینا یې، افغانانو دا هر څه هېر کړي دي.

افریدي زیاته کړې چې پاکستان د افغانانو دېر یرغل ته سخت ځواب ورکړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي لیکلي: «څلوېښت لکه کډوال یې په خپل وطن کې مېشت کړي دي. زه په شخصي توګه د خپلو وسایلو په حدودو کې د ۳۵۰ افغان کورنیو پالنه کوم، خو له ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې په تېرو ورځو کې افغانستان د دې ټولو احسانونو هېرول او په سرحدونو یې ښکاره تهاجمي ګامونه پورته کړل چې زموږ ځواکونو پرې پیاوړی ځواب ورکړ.»

https://x.com/SAfridiOfficial/status/1979444529704112370

شاهد افریدي همداراز لیکلي چې افغانستان باید په دې اړه فکر وکړي چې پاکستان یې ورور اسلامي هېواد دی او په وینا یې، له داسې هېوادون دې ونه‌کارول شي چې مخکې له مخکې په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام