Asset 1SWN

میدان‌وردگ کې په ۴۳میلیونه افغانۍ اووه ښوونځي بیاورغول شول

0ec21824-7196-49c6-9f68-d28351d31284

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي تر بیارغونې وروسته پرانېستل شول.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښوونځي سږکال د یاد ولایت په مرکز میدان‌ښار او لروپرتو لسوالیو کې بیارغول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځیو په بیارغونه کې د ښوونځیو احاطوي دیوالونه، لمریزه برښنا سېستم برابرول، د څښاک پاکو سیستم، عصري تشنابونه جوړول او همدارنګه د ودانیو رنګول شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري ورته ښوونځي بیارغول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام