Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې بیا ځلې د چت نړېدو پېښه کې ۷ کسانو ژوند بایللی

میدان وردک کور نړېدو (1)

ننګرهار کې د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره د ورښتونو له امله د چت نړېدو پېښې تلفات اړولي.

ځايي مسوولان وايي، تېره شپه دغه ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو پر مهال د یوې کورنۍ ۷ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي نن چهارشنبه د حمل ۱۹ / اپرېل ۸ سلام‌وطندار ته وویل، د شېرزادو ولسوالۍ «کمې ترمۍ» سیمه کې د سختو ورښتونو له امله د عزیزالله په نوم د یوه کس د کوټې چت لوېدلی.

ده وویل چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د داسې مهال دی چې تېرو دوو ورځو کې هم ننګرهار کې د کورونو چت نړېدو پېښو له امله ۱۶ کسانو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو.

په ټوله کې د تېرو دریو ورځو پرمهال ننګرهار کې د کورونو چتونو نړېدو پېښو کې ۲۳ کسانو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام