Asset 1SWN

پکتیا کې په ۱۳میلیونه افغانیو د اوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

اوبو کانال- چکډېم

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې مسوولان وايي چې مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې يې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانيو په لګښت د اوو رغنيزو پروژو چارې پیل کړې.

د یادو رغنیزو پروژو چارې «سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه» پيل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د سينديزې فرعي حوزې رييس محمدکريم فاتح وويل په دې پروژو کې کانالونه، ګبين ديوالونه، د سربندونو ترميم او د سېلا اوبو ذخیره‌کولو دوه لويو حوضونو پاک‌کاري شامل دي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې موسسې «FAO» له‌خوا يې لګښت ورکول کېږي.

د فاتح په وينا، د دغو پروژو په پلي‌کېدو سره به د اوبو ضایع‌کېدو مخه ونيول شي او بزګرانو ته به د ځمکو خړوبولو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي وويل: «نن ورځ چې موږ د اوو پروژو چارې پيل کړې په دې کې پنځه يې زرمت کې پلې کېږي او دوه مرکز ګردېز کې، لګښت يې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې موسسې له‌خوا ورکول کېږي چې په شپږو مياشتو کې به بشپړې شي او تر ۵۰۰ پورې کسانو ته به د کار زمينه په‌کې برابره شي.»د زرمت ولسوالي د کوتي‌خېلو کلي اوسېدونکي محمدنذير وويل، يادې پروژې، د کرنې اړوند دي چې په بشپړېدو به يې بزګرانو ته اسانتياوې رامنځته او د اوبو ضایع‌‌کېدو مخنيوی به وشي.
هغه وويل په سيمه کې يې د سيلابي اوبو د ذخیره کېدو لپاره پنځوس کاله پخوا دوه وستې «لوی ډنډونه» جوړې شوي چې د سېلاب اوبه به په‌کې ذخیره‌کېدې او د اوړي موسم کې به ترې بزګرانو ځمکو خړوبولو لپاره استفاده کوله، خو په وینا یې، وروستيو کې د سېلابونو له امله له خاورو او ډبرو ډکې شوې دي.
د زرمت ولسوالي د دولت‌زيو ‌سيمې یوه اوسېدونکي عبدالغفور وويل چې د يادو پروژو په پلي‌کېدو سره به يې سيمه کې د ځمکو خړوبولو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي او اوبو ضایع‌کېدو مخنيوی به وشي.
هغه وويل چې سيمه کې يې اوبو لويو وستو«ډنډونو» پاک‌کاري، کانالونو جوړول او سربندونو په بیارغونې سره به اوبو ضایع‌کېدو مخنيوی وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د زرمت ولسوالي يوشمېر نور اوسېدونکي هم وايي، په ياده ولسوالي کې په ډېره پراخه اندازه کرنيزې ځمکې شته چې د خړوبولو لپاره یې باید ادارې او موسسې د بندونو او کانالونو جوړولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

— پکتیا کې د سوېل ‌ختيځ زون د طبي شورا دفتر پرانېستل شو

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام