Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې له درېوو زرو ډېرو معلولینو ته خدمتونه وړاندې شوي

IMG-20251207-WA0010

د هرات د سره‌ صلیب اُرتوپېډي مرکز مسوولان وايي، په روان لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو پرمهال یې له درې زره ډېرو هغو کسانو ته روغتیايي او ارتوپېډي خدمتونه وړاندې کړي چې د بېلابېلو پېښو له امله معلولیت سره مخ شوي دي.

د دغه مرکز مسوول عبدالشکور حق‌بین وایي چې ډېری مراجعين د ماین چاودنو، ترافیکي پېښو او له لوړ ځایه د لوېدو له کبله د فزیکي زیان او معلولیت له ستونزو سره مرکز ته مراجعه کوي.

د هغه په وینا، مرکز د روان کال له پیل راهیسې ۴۷۸ ویل‌چرونه او ۴۳۲ مصنوعي غړي جوړ او اړمنو کسانو ته وېشلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، د مصنوعي اندامونو د جوړولو مسوول محمدظاهر قادري وایي چې دا مرکز په درېوو برخو کې خدمات وړاندې کوي چې فزیکي بیارغونه، ټولنیزه بیارغونه او ورزشي فعالیتونه په‌کې شامل دي.
قادري زیاتوي چې د مصنوعي غړو جوړول، د حرکتي ستونزو اصلاح او ځانګړي مسلکي تمرینونه د مرکز له اساسي خدمتونو څخه دي.

د هرات د سره ‌صلیب د فتر د معلوماتو له مخې، دغه اداره په دې ولایت کې د خپل ۳۲کلن فعالیت پرمهال تر ۶۱زره ډېرو معیوبینو ته د توان‌ ورکولو او بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام