Asset 1SWN

سلام وطندار

سرګي لاوروف: په ایران د امریکا هر ډول برید به جدي پایلې ولري

سرګي لاوروف

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په ایران د امریکا هر ډول نوی برید جدي پایلې لرلی شي.

هغه تېره ورځ د فبروري په ۱۸ د سعودي العربیه ټلویزیون سره مرکه کې د ایران سوله‌ییز اټومي پروګرام د تعقیب په موخه د حل‌لارې موندلو لپاره د زغم غوښتنه وکړه.

لاوروف وویل: «زه په سیمه کې د عربي هیوادونو او خلیجي مشرانو غبرګونونه په دقت څارم. هیڅوک د تاوتریخوالي زیاتوالی نه غواړي. هرڅوک پوهیږي چې دا له اور سره لوبه کول دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، د تاوتریخوالي زیاتول کولی شي د ایران او ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ښه‌والي په شمول د وروستیو کلونو مثبتې لاسته راوړنې له منځه یوسي.

سرګي لاوروف زیاته کړه چې روسیه د ایران له مشرانو سره په نږدې او منظم ډول په اړیکه کې ده او هیڅ دلیل نه‌لري چې شک وکړي ایران نه غواړي په اټومي پروګرام یې هوکړه وشي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې دي چې د امریکا او ایران مرکچیانو په جینیوا کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د نوي مخ په زیاتیدونکي کړکیچ د کمولو لپاره غیرمستقیمې خبرې وکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام