د روسیې د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر ویلي چې د امنیتي مسایلو په اړه د لوړپوړو چارواکو ۱۳مه نړیواله غونډه نن (سهشنبه، جوزا شپږمه) مسکو کې پیل شوه.
دغه غونډه کې له سلو د زیاتو هېوادونو ۱۲۵ استازو ګډون کړی چې درې ورځې دوام کوي.
د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه امنیتي غونډه کې د سویل ختیځې اسیا د ټولنې غړي هېوادونه، بریکس هېوادونه، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د خپلواکو همګټو هېوادونو د سازمان استازي ګډون لري چې د سیمې او نړۍ پر وضیعت خبرې او بحثونه کوي.
د راپورونو پر اساس، دا د نړیوالو امنیتي مسلو او میکانیزمونو په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره یو مهم نړیوال پلیټ فورم دی، ترڅو د نړیوال تروریزم، افراطیت، نړیوالو جرمونو، د مخدره توکو قاچاق او د نویو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره د متحدو هیوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روسیې امنیت شورا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د امنیتي مسایلو په اړه د لوړپوړو استازو کلنۍ نړیوالې غونډې جوړوي.
تر دې وړاندې د روسیې د امنیت شورا تاس خبري اژانس ته ویلي وو چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي به د لومړي ځل لپاره په مسکو کې د امنیتي مسایلو د لوړپوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.
اسلامي امارت تراوسه په دغه غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې روسیې دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه اېستلی او د افغانستان سرپرست حکومت سره یې نژدې اړیکې پاللي دي.