اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو دویم پړاو به په سویزرلنډ کې جوړ شي.
یادې رسنۍ نن شنبه، فبرورۍ ۱۴مه، د امریکايي ډیپلوماتانو له قوله لیکلي چې په دې پړاو کې هڅه کېږي داسې هوکړه وشي چې د جګړې مخه ونیسي.
د راپور له مخې، د امریکا د مذاکرهکوونکي پلاوي مشري د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف کوي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره کومې هوکړې ته ونهرسېږي، نو پر ایران به برید وکړي. په همدې لړ کې نوموړي منځني ختیځ ته د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ د دویمې ضربتي ډلې د لېږلو امر هم کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، تمه ده چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول لري، په دې مذاکراتو کې ګډون ولري.
همداراز ویل شوي چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا یو پیغام په لیکلي سند کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني ته سپارلی دی.
د یادونې وړ ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو لومړنی پړاو مخکې په عمان کې په غیرمستقیم ډول ترسره شوی و.