Asset 1SWN

نړیوال جام کې نن سکاټلنډ له نمیبیا سره سیالي کوي

382063

د وېسټ‌انډیز او امریکا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو لوبو کې سکاټلنډ له نمیبیا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، جون شپږمه، د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې پیل شي.

نمیبیا په بي ګروپ کې د عمان پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه ګټلې، خو سکاټلنډ بیا له انګلستان سره له شوې سیالي یوه نمره ترلاسه کړه. دغه لوبه د باران له امله لغوه شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دغه ګروپ نن اسټرالیا لوبډلې عمان ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه او نړیوال جام یې په بریا پیل کړ.

د نن شپې دویمه لوبه کې به پاکستان له امریکا سره سیالي وکړي. دا په روان نړیوال جام کې د پاکستان لومړۍ لوبه ده. امریکا بیا خپله لومړۍ لوبه کې کاناډا ته ماته ورکړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نن په شوې بله لوبه کې بیا یوګاندا لوبډلې پي‌اېن‌جي ته ماته ورکړه او په لومړي ځل یې نړیوال جام کې بریا خپله کړه. دا د یوګاندا کرېکټ ملي لوبډلې، لومړنی جام دی چې ګډون په‌کې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام