د ماشومانو د ژغورنې سازمان «Save the Children» د افغانستان برخې ویلي، دې وروستیو کې درنې واورې د دې هېواد په ختیځ کې د زلزلهځپلو ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې.
دغه بنسټ دوشنبه د دلو ۶ ویلي چې په ختیځ کې ۵ زره او ۷۰۰ زلزلهځپلې کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې ژوند کوي.
دغه سازمان زیاته کړې چې سختې یخنۍ د ماشومانو د زیانمنېدو کچه نوره هم لوړه کړې او هغوی د حاد تنفسي ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ټینګار کړی چې د کونړ له مرګوني زلزلې وروسته تراوسه یې په دې ولایت کې له ۳ زره کورنیو سره مرسته کړې او روان میلادي کال به افغانستان کې ۷۵ زره کسانو ته مرستې ورسوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو چې درنې واورې کونړ کې د زلزلهځپلو خیمې ویجاړې کړي او روغتیايي مرکزونو ته یې لاسرسی هم محدود کړی.
دغه بنسټ کونړ کې زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو په رسولو ټينګار کړی دی.