د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ یا «سېف د چېلډرن» ویلي، د افغانستان ختیځ کې پرلپسې زلزلې هغه ماشومان وېرولي چې د کورنۍ غړي یې مړه او بېکوره شوي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ تېره ورځ (پنجشنبه، سنبله ۱۳) یوه راپور کې ویلي، زلزله کې د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو میندې او پلرونه مړه شوي او ټولټال تر ۲۶۰ زره ډېر ماشومان یې اغېزمن کړي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په وروستۍ زلزله کې تر ۵۰۰۰ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي چې ماشومان او د هغوی کورنۍ یې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور ویل شوي چې د ماشومانو لپاره یې د ملاتړ خیمې درولي او د دغه بنسټ روغتیايي ډلې شپه او ورځ خدمات وړاندې کوي.
د راپور له مخې، زرګونه ماشومان بېړنیو مرستو او اوږدمهاله رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي، کونړ کې د زلزلې د مړو شویو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو هم ۳۶۴۰ ته لوړ شوی دی.