Asset 1SWN

سعودي د حج لپاره مکې ته د ۲۶۹زره بې‌اسناده کسانو د ننوتلو مخه نیولې

AA-20220708-28366650-28366621-PROSPECTIVE_PILGRIMS_IN_ARAFAT

د سعودي عربستان چارواکي وايي چې تراوسه یې، دغه هېواد مکې ښار ته د حج ادا کولو لپاره د ورتلونکو زرګونه بې‌اسناده زیارت‌کوونکو مخه نیولې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تراوسه عربستان د حج مراسمو کې د ګډون لپاره د بې‌اسناده ۲۶۹زره او ۶۷۸ مسلمان زیارت‌کوونکو مخه نیولې ده. دغه هېواد هڅه کوي چې د حج مراسمو کې د ګڼې‌ګوڼې مخه ونیسي.

سعودي همداراز د حج په مراسمو کې ګڼه‌ګوڼه د بې‌اسنادو زیارت‌کوونکو ګډون بولي او په وینا یې، تېرکال د همدې ګڼې‌ګوڼې له امله شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو چې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، ډېری یې، همدا بې‌اسناده کسان وو.

د راپورونو له مخې، سږکال په اټکلیزه توګه شاوخوا ۱.۴ میلیونه مسلمانان مکې ته ورغلي او تمه ده چې راتلونکو ورځو کې به دغه شمېر نور هم لوړ شي.

د سعودي عربستان حکومت همداراز هغه کسان چې د حج کولو اړین اسناد نه‌لري، د جریمې په توګه ۵۰۰۰ ډالر او له هېواده د شړلو پرېکړه کړې ده. دغه پرېکړه د سعودي عربستان اوسېدونکو باندې هم د پلې‌کېدو وړ ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادې پرېکړې له مخې، یوازې هغه کسان به د حج مراسمو کې ګډون کوي چې قانوني اسناد ولري او که د مکې دایمي اوسېدونکي هم وي، نو نه‌شي کولای چې حج مراسمو ته ورشي.

سعودي په دې لړ کې د دغه هېواد ۲۳زره اوسېدونکي د حج مقررې څخه د سرغړونې په تور جریمه کړي او ۴۰۰ شرکتونه یې، لغوه کړي دي.

هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سلګونه زره مسلمانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي چې سږکال له افغانستان هم شاوخوا ۳۰زره کسان د حج لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام