Asset 1SWN

سرفراز بګټي: بلوچستان کې بریدونه د هند په پیسو کېږي

01000000-0a00-0242-695a-08dbd5fb0af0_w1023_r1_s

د پاکستان د بلوچستان ایالت وزیراعلا سرفراز بګټي وايي چې دغه ایالت کې بریدونه د هند په پیسو کېږي.

سرفراز بګټي د یاد هېواد لاهور ښار کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه بریدونه د هند د بهرنیواطلاعاتو سازمان د څېړنو او تحلیل څانګې «را» په پیسو کېږي چې موخه یې، د پاکستان او سیپیک پروژې کمزوري کول دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ګواښ کړی چې دغه ایالت کې به له «ترهګرو» غچ اخلي او دوی او ملاتړي به یې، له‌منځه وړي.

هغه زیاته کړې چې حکومت یوازې هغو کسانو سره خبرو ته کېښني چې په وینا یې، قانون ته غاړه کېږدي او ترهګر باید مرور بلوڅان یاد نه‌شي.

د تېرې اګسټ میاشتې پر ۲۶مه بلوچستان کې په یوه وخت لسګونه بریدونه وشول چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې بریدونو مسوولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلې پر غاړه اخیستی او یوې خبرپاڼه کې یې، ادعا کړې چې بریدونو کې یې، له ۱۳۰ ډېر پاکستاني سرتیري وژلي او یو‌شمېر موټرو ته یې، هم اور ورته کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام