Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل ۱۳مه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

589c66b6-9560-43b5-9ed6-9c53908f3970

د کابل ښار ۱۳مه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو یو ورځنی کمپاین نن چهارشنبه د سیمې استازو او د کابل ښاروالۍ مسوولانو له لوري پیل شو.

د دغه کمپاین په لړ کې به ۲ زره نیالګي کېنول شي چې موخه یې د سیمې زرغونولو کچې لوړول او د هوا د ککړتیا سطحې کمولو دي.

د یاد کمپاین ګډونوال له هېوادوالو غواړي چې د چاپیریال ساتنې وضعیت ښه‌والي او د ښار ښکلا په برخه کې ونډه واخلي.

د کابل ښاروالۍ مسوولان د ۱۳مې ناحیې له اوسېدونکو غواړي چې د دغو نیالګیو روزنې او ساتنې ته جدي پام وکړي.

د کابل ښاروالۍ د انسجام مرستیال عبدالعلي یاسین‌زی وايي:

«باید له دغو نیالګیو ساتنه وشي. د نیالګي کېنول ۱۵ دقیقې وخت نیسي، خو ساتنه یې ۵۰ کاله وخت غواړي. له قومي مشرانو او استازو غواړم چې د نیالګیو حفاظت په اړه د پوهاوي لوړولو پروګرامونه جوړ کړي.»

د کابل ښاروالۍ د شمېرو پر بنسټ، ټاکل شوې روان لمریز کال کې د دغه بنسټ له لوري د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې شاوخوا یو میلیون نیالګي کېنول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام