Asset 1SWN

سلام وطندار

پر مسکو بندیزونه؛ روسیې ته لاهم بهرني ګران بیه موټر لېږدول کېږي

84f2b94b028eff2c3b628dce4199450e3b5a492fe1cf178be34ad31f5c730934 (1)

د رویټرز خبري اژانس د یوې څېړنې پربنسټ موندل شوې چې لاهم ډېری بهرني ګران بیه موټر له چین څخه روسیې ته لېږدول کېږي چې ډېری وخت دغه شبکه د رسمي قوانینو او بندیزونو څخه تېښته کوي.

د رویټرز د څېړنو او د پنځو هغو کسانو د مرکې پربنسټ چې په دې سوداګرۍ کې بوخت دي، زرګونه موټرونه د «خړ بازار» له لارې روسیې ته صادرېږي.

د ۲۰۲۲کال پرمهال پر اوکراین د روسیې له برید وروسته پر دغه هېواد ډېری بندیزونه لګېدلي، خو په دې وروستیو کې د ټویوټا، مزدا او ان د جرمني لوکس موډلونو سوداګري د غیررسمي شبکو له لارې دوام لري.

ډېری موټرونه په چین کې تولید شوي یا له بل ځایه چین ته انتقال شوي، چیرې چې نړېوال برانډونه د محلي شریکانو سره موټرونه جوړوي.

په دې کې یوشمېر صفر کیلومتره «کارول شوي» موټرونه هم شامل دي چې نوي موټرونه په چین کې د پلورل شویو په توګه ثبت شوي او بیا د صادراتو لپاره د کارول شوي موټر په توګه بېرته درجه بندي کېږي.

اصلي موخه دا ده چې د موټرجوړونکو رسمي اجازه ترلاسه کولو اړتیا له‌منځه لاړه شي او صادرات اسانه کړي.

زانګ ای جون چې مخکې د سچوان د موټرو سوداګرۍ صادرونکی و، رویټرز ته ویلي: «دا لاره د صادراتو د اسانولو لپاره غوره شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روسیې د موټرو د پلور یوه پلورنځي، پانافټو-زاپاد، د پلور رییس دمیتري زازولین رویټرز ته ویلي چې ډېری پېرودونکي غواړي یوازې د لوېدیځو برانډونو لکه مرسډیز موټرونه واخلي، خو اوس یې یوازې د غیررسمي چینلونو له لارې راوړلی شي.

په ورته وخت کې، مرسډیزبینز، بی‌اېم‌ډبلیو، فولکس‌واګن او نور موټرجوړونکي چې په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې بندیزونه پرې لګول شوي، ویلي، دوی روسیې ته د پلور مخه نیسي او د غیرمجاز صادراتو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي، خو د احتمالي سرغړونو څېړنه پیچلې، وخت نیونکې او د درېیمې ډلې مرستې ته اړتیا لري.

دا راپور د چین د بازار د لوړې رقابتي او ډېرو مرستو د سیسټم یوه څرګنده بیلګه هم ده چې د موټرجوړونکو او پلورونکو لپاره اجازه ورکوي چې پلور لوړ کړي، مرستې ترلاسه کړي او اضافي موټرونه صادر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام