Asset 1SWN

سلام وطندار

د سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

سالنگ-22-qx2u3sfjpgp9p186gtifa8lcdnf3kq0v8ts3g1dpjc

د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ لویه لاره یې د مرغومي میاشتې تر څلورمې پورې د هر ډول لویو مسافروړونکو پر مخ تړلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، له څو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوري او توپان هم ورسره دی او ترڅنګ یې فرعي لاره هم د واورې اورېدو او یخ نیونې له کبله د ډېرو موټرو وړتیا نه‌لري.

هغه ټینګار کوي چې د خلکو د ځان او مال ساتنې او د خونړیو ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د روان کال د مرغومي تر څلورمې پورې یاده لاره د ۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مارسېډیز، پلانکوچ، ټونس، غټو نظامي او نورو موټرو پر مخ تړلې ده.

حق‌شناس زیاتوي چې د مسافرو هغه موټر چې ګړندی تګ کوي، کولای شي له دوه‌طرفه فرعي لارې کار واخلي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ټولګټو چارو وزارت ویاند د ګړندي تګ له ټولو موټرچلوونکو غوښتي چې د سالنګ پر لویې لارې تلو پر مهال ژمنۍ جامې او وسایل ولري، چاینونه دې وتړي او لازم تېل او مبلایل دې هم له ځان سره یوسي. همدارنګ د ټرافیکو قوانین دې په پام کې ونیسي او د سالنګونو د ساتنې ریاست د کارکوونکو لارښوونو ته دې پام وکړي. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام