د سلاموطندار د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۳ مېرمنو ویلي، له خپلو لومړنیو شرعي حقونو محرومې دي.
د یادو مېرمنو له ډله ۱۴ یې، واده شوې او نهه نورې مجردې دي. دوی وايي چې د خاوند د ټاکلو حق، پرېکړه کول، فردي ازادي، پوښاک، د چلن ازادي او مهر حق چې اسلام دوی ته ورکړي، له دوی اخیستل شوي او له واک پرته له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.
یادې ۱۴ واده شوې مېرمنې وايي چې کورنیو یې، په زور واده کولو ته اړ کړي دي.
د تخار اوسېدونکې ۳۰کلنه مریم وايي چې د دې د خوشې خلاف او د کورنۍ په غوښتنه یې، جبري واده کړی او د خاوند د ټاکلو حق ترې اخیستل شوی دی.
هغې وویل: «له خوښې پرته مې واده کړی؛ ډېره کوچنۍ وم چې کورنۍ مې یوه لوړ عمر سړي ته واده کړم. ما نه غوښتل چې واده وکړم، خو پلار مې راته ډېر کلک و.»
د هرات اوسېدونکې ۲۵کلنه ریوفه وايي، د خاوند ټاکلو کې یې، هېڅ ترې پوښتنه نهده شوې او په زور واده شوې. «دوه کاله کېږي چې واده مې کړی، یک زوی لرم او خاوند مې هېڅکله نهوو لیدلی او یوازې مې مور او پلار راته وټاکه. دوی وویل، داسې دی او هغسې دی، د کورنۍ ټاکلو له امله اړه شوم چ قبول یې کړم.»
د کندوز اوسېدونکې ۲۲کلنه مهریه وايي چې پلار او ورور یې، ترې واک اخیستی او اوس له واک پرته کورنۍ کې ژوند کوي. «پرېکړه چې نیول کېږي د کورنۍ لهخوا مې ده او دوی یې، راته ټاکي چې له چا سره خبرې وکړم او څنګه لباس واغوندم او څنګه لاړه شم. ژوند کې مې اختیار نهلرم او هېڅ تصمیم نهشم نیولی.»
د کابل اوسېدونکې ۴۰کلنه حمیده وايي، که څه هم خاوند یې، هغې ته د مهر ورکولو توان لري، خو په ټولنه کې د شته دودونو له امله نوموړې له واده ۱۹کاله وروسته لاهم خپل خاوند څخه مهر نهدی اخیستی. «زه تعلیم یافته یم؛ زما کورنۍ روشنفکر ده؛ کله مې چې واده وکړ، زما کورنۍ شرط دا وه چې زما خاوند به د مهر پیسې راکوي. خو زما خاوند تراوسه د خلکو د ویرې له امله مهر نهدی راکړی، سره له دې چې هغه مالي امکانات لري.»
۳۴کلنه تمنا چې د کابل اوسېدونکې ده، د خاوند له لوري یې، د ژوند حق ترې اخیستل شوی دی. «اسلام راته د ژوند مستقل حق راکړی؛ خو دا حق مې خاوند او خسرګنۍ راڅخه اخیستی. خاوند مې پنځه ورونه لري؛ واده یې کړي، خو لاهم ګډ ژوند کوو.»
یوشمېر دیني عالمان وايي چې اسلام ښځو او نارینهوو ته یو ډول حقونه ورکړي دي.
دیني عالم عطاالحق انس وویل: «ښځې او نارینه له یوه دودمان دي او د اسلام له نظره یو ډول دي او توپیر نهلري؛ لومړني حقونه لکه د ژوند، زدهکړو، خاوند یا مېرمنې ټاکلو، ازاد ژوند لرلو او نور موارد، یو نارینه چې څنګه حق لري، ښځې یې هم لري.»
یوشمېر حقوقپوهان د اسلامي او حقوقي اړخه ښځې او نارینه یو ډول ګڼي او ټينګار کوي چې کورنۍ باید خپلو اولادونو فردي ازادي ته درناوی ولري.
حقوقپوه نوراقا شعیب وویل: «اسلام مقدس دین د افغانستان د قوانینو اساس په توګه بېلابېل حقونه لکه د خبرو حق، پرېکړې نیونې، د برخلیک ټاکلو او نورو برخو کې کس ته حقوق ورکړي چې له ډلې یې، مېرمنو ته هم حقوق ورکړي، یوازې ځینو برخو کې له سفر کولو برخه کې باید له کورنۍ مشوره واخلي، د واده برخه کې، خو نور واجب نهدي او کورنۍ باید خپلو اولادونو ازادي ته درناوی ولري.»
د ښځو حقونو برخې یوشمېر فعالانې ټولنه کې د ناانډولۍ لامل په کورنۍ کې نابرابري بولي. د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وویل: «موږ تل په ټولنه کې د ښځو حقوقو سرغړونې څخه اندېښنه لرو. وړاندې له دې چې ټولنه کې د ښځو حقونه مراعت شي، باید لومړی کورنیو کې مراعت شي. نن موږ ټولنه او هېواد کې دا لویه ننګونه وینوو، ریښه یې، کورنۍ کې ده چې حقوق نه مراعتېږي، بیا ټولنه، نن ټولنه له کورنۍ جوړېږي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان بیا وايي چې دغه وزارت د تېرو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي زرګونه پېښو مخنیوی کړی دی.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام وویل: «له بده مرغه چې کوم حقوق اسلام ښځو ته ورکړي، کورنۍ یې، د پوهاوي ټيټې کچې، جګړو او د پردیو فرهنګونو له امله نهورکول کېږي. امربالمعروف وزارت تېرو درېم نیمو کلونو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي لسګونه زره پېښو مخه نیولې او یوازې یې، د ۵۵۰۰ په زوره د واده قضیو مخه نیولې. هدف مو دا ده، هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي، باید مراعت شي.»
دا په داسې مهال دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا ناسته کې د یوشمېر هېوادونو استازیو افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له سرپرست حکومت یې، غوښتنه کړې چې د ښځو حقونه تامین کړي.