د سلام افغانستان رسنیزې موسسې «سلاموطندار راډیو» نن چهارشنبه، مرغومې لسمه، په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د کابل ښار د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه د خپلې سروې پایلې رسنیزې کړې.
په دې غونډه کې د سلاموطندارراډیو مسوولانو وویل چې دا سروې د کابل ښار د اوسېدونکو دوامداره څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کچې د ارزونې، د اوبو د برابرولو د لګښتونو، اوبو ته د لاسرسي پر لارو چارو او د اوبو د کمښت ناورین او د خلکو پر ژوند يې د اغېزو روښانولو په موخه، د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ۱۸۰۰ ښاریانو په ګډون ترسره شوې ده.
د سلام افغانستان رسنیزې موسسې مرستیال نورمحمد هاشمي، په جوړه شوې غونډه کې وویل چې سلاموطندار د دې سروې په ترسره کولو سره هڅه کړې، څو د اغېزمنو ګامونو د پورته کولو لپاره عامه پوهاوي برخه کې خپله رسنیزه دنده پر ځای کړي.
هغه وویل: «د نن ورځې ناسته دا هڅه ده چې پوهاوی له خبرو او شعارونو څخه عملي اقدام ته ولېږدوو؛ د اوبو کمښت بحران ته رسېدنه د حکومت، نړیوالې ټولنې او خلکو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري او هېڅ یو لوری په یوازې ځان د دې ستونزې د حل توان نهلري. موږ په دې سروې کې هڅه کړې چې د میداني څېړنې له لارې د ښاریانو غږ واوسو. دا سروې یوازې شمېرې او ارقام نه دي، بلکې د کابل د اوسېدونکو د ژوندیو تجربو انځور وړاندې کوي.»
د سلاموطندار د سروې پایلې چې په ځانګړي ډول په کابل کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت او د اوبو ناورین په اړه شوې، ښيي چې کابل ښار د اوبو د کمښت له اندېښمنوونکې کچې سره مخ دی.
دا سروې چې د دوو میاشتو په موده کې د کابل ښار په ۲۰ ناحیو کې شوې چې له ۹۲سلنې څخه زیاتو ګډونوالو د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د اوبو د کچې د پام وړ کمښت څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دوی په سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه نږدې تر ۴۰ مترو پورې ښکته شوې ده.
د سلاموطندار خبریال نصیر کشاورز، په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې ناسته کې وویل چې د اوبو کمښت یوازې یو چاپېریالي ناورین نه دی، بلکې د خلکو پر ورځني ژوند یې هم دروند فشار راوستی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «دا سروې د دوو میاشتو په موده کې ترسره شوې چې پکې ۱۸۰۰ کسانو مستقیم ګډون کړی او په غیرمستقیم ډول مو شاوخوا ۱۵زره کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي، په ۲۰ ناحیو کې د کابل ښار. زموږ موندنې ښيي چې د کورنیو لوړه ګڼېګوڼه، د سواد ټیټه کچه او د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت د ستونزې مهم لاملونه دي. سربېره پر دې، باید وویل شي چې کماوبۍ یوازې یو چاپېریالي بحران نه دی، بلکې د خلکو پر ژوند یې دروند فشار راوستی دی.»
په شوې سروې کې له نیمايي څخه زیاتو ګډونوالو ویلي چې حکومت د اوبو پر سرچینو کافي پاملرنه او جدي څار نهلري.
خو د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي چې د اوبو د سرچینو مدیریت او څارنې لپاره یې جدي تدابیر په پام کې نیولي دي. د دوی په خبره، د دې ستونزې سم مدیریت د حکومت او خلکو ګډ مسوولیت دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو رییس عزیزالرحمن عزیز وايي: «موږ په هېواد کې د اوبو د سرچینو د مدیریت او څار لپاره ډېر فعالیتونه کړي دي؛ درې زره تقویتي څاګانې مو کیندلي او داسې تدابیر مو هم نیولي دي چې دا اوبه ککړې نهشي. له بلخوا، کابل ته د اوبو د لېږد چارې به ډېر ژر پیل شي؛ خو د اوبو د سرچینو مدیریت له فردي او سیمهییز مدیریت څخه پیلېږي او ورو ورو ملي کچې ته رسېږي.»
په دې جوړه شوې غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، حیاتالله مهاجر فراهي، د سلاموطندار د دې اقدام هرکلی وکړ او له نورو رسنیو یې هم وغوښتل چې د خلکو د اغېزمن پوهاوي لپاره خپل رسنیز مسوولیتونه په ښه ډول ادا کړي.
هغه وویل: « نورې رسنۍ هم باید د اوبو د سرچینو د سمې استفادې په برخه کې خپل د پوهاوي مسؤلیتونه ترسره کړي او دا پیغامونه خلکو ته ورسوي. همدارنګه، د بدیلو لارو په اړه دې له خلکو سره همکاري وکړي او لازم معلومات دې ورکړي.»
سلاموطندار په کابل ښار کې د اوبو د کمښت بحران په اړه د خپلې سروې د پایلو تر خپرېدو وروسته، له حکومت څخه د دولتي اوبو رسولو د شبکې د پراخولو، د لږعاید لرونکو کورنیو لپاره د ملاتړ سیستم د رامنځته کولو، د خصوصي اوبو رسولو شرکتونو پر فعالیتونو د څارنې د پیاوړتیا او تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ساتنې لپاره د اوږدمهاله پانګونې غوښتنه کړې ده.
کابل ښار چې د افغانستان تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی او د نفوس له چټک زیاتوالي سره مخ دی، له یوې لسیزې ډېر وخت کېږي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دی، او د دې بحران مهارول چټک او اغېزمن مدیریت ته اړتیا لري.