د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان وايي چې د وروستیو کلونو پرمهال ګڼشمېر بهر مېشتو افغان مېرمنو د خپل مهر د اخیستلو لپاره دغه وزارت ته مراجعه کړې ده.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر له سلاموطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې له بهر څخه ګڼشمېر مېرمنې د خپل مهر ترلاسه کولو په موخه یاد وزارت سره خپل شکایتونه ثبت کړي دي.
د نوموړي په وینا، له ۱۰۰ څخه ۱۵سلنه د مهر اړوند شکایتونه له بهره دي. نوموړي فرانسه، جرمني، کاناډا، هند، عربي او یوشمېر نور…،هغه هېوادونه یاد کړل چې د افغان مېرمنو د مهر قضیو لپاره دغه وزارت ته ورغلي دي.
سیفالاسلام خیبر سلاموطندار ته وویل: «تقریبآ په تېرو پنځو کلونو کې څه کم تر ۱۰۰زره د مهر د حل قضیې لرو. بېرته خویندو ته ورکړل شوي دي. لس کاله یې د واده تېر شوي، ۱۵کاله یې د واده تېر شوي، داسې ښځو ته مو مهر ورکړی چې لسمي یې، عریضه کړې وه. داسې مېرمنې ته مو مهر ورکړی چې کاناډا کې اوسېده او دلته راغلې او د مهر شکایت یې کړی او ورکړی مو دی.»
سیفالاسلام خیبر همداراز زیاته کړې چې هېواد کې د مېرمنو حقونو د خوندیتوب ژمنتیا شته او په وینا یې، د مېرمنو نکاح باید رسمي بڼه غوره کړي.
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سلاموطندار سره په دې مرکه کې جبري نکاح ته په اشارې سره وویل چې د یاد وزارت د تګلارې له مخې به، نکاح رسمي کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې نکاح به له کلیوالي بڼې رسمي ته بدیلېږي او هر څوک به د دې اجازه ونهلري چې نکاح وتړي. «کله چې نکاح داسې اړخ ته لاړله، هېڅکله جبر منځته نشي راتللی او که رسمي کس دا کار کوي، سبا به ځوابګویه هم وي. اوس خو نکاح تړل شوي وي، نه احمد معلوم وي نه محمود، مولوي صیب ته هم نشې ویلی چې مه یې تړه، ځکه اصول همداسې دي.»
بلخوا سیفالاسلام خیبر په دې مرکه کې د خاوند له لوري د مېرمنې د وهلو او ډبولو په اړه وویل، که خاوند له جرم پرته مېرمن ووهي، ۱۵ ورځې بند سزا به ورکړل شي. د نوموړي په وینا، اسلام د مېرمنې د وهلو اړوند مسایل روښانه کړي او دا یې اسلام کې د مېرمنو د حقونو ورکړه وبلله.
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند همداراز وویل چې په وروستیو کې د مېرمنو د عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره کار شوی او په وینا یې، هره ورځ ګڼشمېر مېرمنې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره دغه وزارت سره اړیکه نیسي.
سیفالاسلام خېبر زیاته کړه چې لاهم ټولنه کې ګڼشمېر ناوړه دودونه واکمن دي او ټينګار یې وکړ چې دغه وزارت هڅه کوي، څو د لهمنځه وړو لپاره یې، د عامه پوهاوي کچه لوړه او دې برخه کې اړوند جوړ پلانونه پلي کړي.