Asset 1SWN

سلام وطندار

د معمر قذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي ترور شوی

پسرقذافی

د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زوی «سیف‌الاسلام قذافي» د لیبیا په زنتان ښار کې وژل شوی دی. دا خبر د لیبیا چارواکو او ځایي رسنیو تایید کړی دی.

د سیف‌الاسلام قذافي وکیل، خالد الزایدي او د هغه سیاسي سلاکار، عبدالله عثمان، جلا ـ جلا فېسبوک پیغامونو کې د نوموړي د مړینې خبر ورکړی؛ خو د پېښې په اړه یې نور جزییات نه‌دي شریک کړي.

 د الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، په یوه راپور کې ویلي، سیف‌الاسلام قذافي ۵۳کلن و او د طرابلس له پلازمېنې شاوخوا ۱۳۶ کیلومتره سوېل لوېدیځ ته، د زنتان په ښار کې اوسېده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د قذافي سیاسي ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې «څلورو نقاب‌لرونکو کسانو» د هغه پر کور برید کړی او نوموړی یې وژلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې سیف‌الاسلام قذافي له بریدګرو سره نښته کړې وه، خو هغوی د کور امنیتي کمرې بندې کړې، څو د یادې پېښې نښې پټې کړي. په خبرپاڼه کې د نوموړي د وژنې نېټه او ورځ نه‌دی یاد شوی.

بل‌خوا، د طرابلس مېشتي او د نړیوالې ټولنې له لوري د پېژندل شوي عالي دولتي شورا پخواني مشر، خالد المشري، په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې پېښې د «بېړنۍ او شفافې څېړنې» غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د لیبیا رسمي امنیتي ادارو د پېښې په اړه نور جزیات نه‌دي خپاره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام