Asset 1SWN

کندهار کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفرانو تخمونه وېشل کېږي

898d12be-1d56-45eb-ab44-b90c06b631ba_cx10_cy17_cw85_w1080_h608

د کندهار د لرې‌پرتو ولسوالیو ۷۰ بزګرانو ته د زعفرانو د کرلو تخمونه ورکول کېږي، څو د کوکنارو بدیل کښت په توګه وټاکل شي او هم د وچکالۍ پروړاندې مقاوم نبات معرفي شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د کرنیزو چارو امریت په تخنیکي همکارۍ، نېش، غورک، میانشین، خاکرېز او معروف ولسوالیو کې ۷۰ بزګر د زعفرانو د کرنې له پاره تخمونه ترلاسه کوي.

د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل ویلي چې د بزګرانو د انتخاب لړۍ په شفاف ډول شوې او مستحق کسان له مخکې ټاکل شوي دي. نوموړی زیاتوي چې د هرې ولسوالي ۱۴ بزګران به د زعفرانو تخمونه ترلاسه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا مرسته د بدیل معیشت پروګرام یوه برخه ده چې موخه یې د کوکنارو پر ځای بدیله کرنه ترویجول، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول، د زعفرانو کرنه پراخول، او همدارنګه د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکي نباتات معرفي کول دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د کرنې وزارت په مالي ملاتړ او د کندهار د کرنې ریاست په همکارۍ، د درېیو ناحیو ۲۰ بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نقدي مرسته ورکړل شوې، څو د نمونې په توګه د جوارو کرنه پیاوړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام